دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / میدان وردګو ولایت کې د طالبانو نښتو زور اخستی

میدان وردګو ولایت کې د طالبانو نښتو زور اخستی

وسله والوطالبانو په جلرېز ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو پراخ بريدونه پيل کړي دي. د میدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک وايي چې، وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې نن سهار پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه پیل کړل، چې تراوسه د عامه نظم ځواکونو د يوه بېس په ګډون یوشمېر پوستې سقوط شوې دي او لا هم درنه جګړه روانه ده، هوتک زیاته کړه ،چې که یادې ولسوالۍ ته نور ځواکونه ونه رسېږي، د ولسوالۍ د سقوط قوي احتمال شته، د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل جلرېز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنه جګړه تاييدوي خو د پوستو د سقوط خبره نه مني. په همدې حال کې نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د وسله والو طالبانوله لوري د راتوغول شویو مرمیو له امله شاوخوا نهو تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوتښتې چې په کې دوه تنه وژل شوي او ٧ تنه نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: