سه شنبه , مارچ 9 2021
کور / خبرونه / افغانستان / میدان ښار کې د کندهار کابل لویه لار او د بامیانو ولایت سړک تړلی دی.

میدان ښار کې د کندهار کابل لویه لار او د بامیانو ولایت سړک تړلی دی.

لاریون کوونکو د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د کندهار کابل لویه لار او د بامیانو ولایت سړک تړلی دی. لاریون کوونکي وايي دوی حکومت ته څو ورځې وړاندې خپلې ځینې غوښتنې وړاندې کړي دي خو دوی تر دې دمه نه دي منلې چې له همدې امله یې دغه لارې تړلې دي. یادو لاریون کوونکو له څو ورځو راهیسې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې دوی به پخپل لاریون کې دغه لارې د تګ راتګ پر مخ تړي. دمګړی له مرکز کابل سره د بامیان او کندهار لویې لارې تړلې دي او موټرونه ورباندې تګ راتګ نه شي کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *