پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / میمنه:فاریاب کې وسلوالو طالبانو د پاڅونوالو دوه قمندانان وژلي دي

میمنه:فاریاب کې وسلوالو طالبانو د پاڅونوالو دوه قمندانان وژلي دي

وسله والو طالبانو فارياب کې د پاڅونوالو پر يوې پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او درې نور يې له ځانه سره وړي دي.

د فارياب د ولايتي شورا رييس محمد طاهر رحمانى د وري رسنیو ته وويل چې تيره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سيمه کې د پاڅونوالو پر يوې پوستى بريد کړى دى.

هغه وايي: (( دا پوسته زما پلار غلام قادر رحمانى پورې اړوند ده چې کسانو يې تر سهاره له طالبانو سره جګړه کړې ده.))

د هغه په وينا په دې جګړه کې د خيرمحمد او عزيز په نومونو د پاڅونوالو دوه قوماندان وژل شوي او طالبانو درې تنه نور پاڅونوال له ځانه سره وړي دي.

دغه راز د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم اندرابي پېښه تاييد کړه خو ويې ويل چې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره شميره نشته دى.

بل لورته يوې سيمه ييزې سرچينې رسنیو وويل چې طالبانو د پوستې تر نيونې وروسته خيرمحمد او عزيز و وژل او درې تنه نور يې له ځانه سره بيولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *