وسله والو طالبانو فارياب کې د پاڅونوالو پر يوې پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او درې نور يې له ځانه سره وړي دي.
د فارياب د ولايتي شورا رييس محمد طاهر رحمانى د وري رسنیو ته وويل چې تيره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سيمه کې د پاڅونوالو پر يوې پوستى بريد کړى دى.
هغه وايي: (( دا پوسته زما پلار غلام قادر رحمانى پورې اړوند ده چې کسانو يې تر سهاره له طالبانو سره جګړه کړې ده.))
د هغه په وينا په دې جګړه کې د خيرمحمد او عزيز په نومونو د پاڅونوالو دوه قوماندان وژل شوي او طالبانو درې تنه نور پاڅونوال له ځانه سره وړي دي.
دغه راز د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم اندرابي پېښه تاييد کړه خو ويې ويل چې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره شميره نشته دى.
بل لورته يوې سيمه ييزې سرچينې رسنیو وويل چې طالبانو د پوستې تر نيونې وروسته خيرمحمد او عزيز و وژل او درې تنه نور يې له ځانه سره بيولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي