د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وایي په میدان ښار کې موټر بم چاودنه لږ تر لږه ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د میدان وردګ د امنیې قومانداني ویاند حکمت الله کامراني وایي پېښه د ملي پولیسو روزنیز مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.