یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / ناصرالملک د لنډ مهال لپاره د وزیر اعظم په توګه ونومول شو

ناصرالملک د لنډ مهال لپاره د وزیر اعظم په توګه ونومول شو

دخیبر پښتونخوا د سوات سیمې سره تعلق لرونکی دپاکستان دسترې محکمې پخوانی مشر قاضي ناصر الملک د هیواد د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه نومول شوی دی.

دهغه د نومولو اعلان د دوشنبې په ماسپښین د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي اؤ اپوزیشن لیډر سید خورشید شاه ترمینځ له یوې اوږدې لیدنې وروسته دواړو مشرانو په یو پریس کانفرنس کې وکړو.

دپاکستان دحکومت پینځه کلنه ائني موده په ۳۱مئ سرته رسیږي چې دهغې وروسته به د لنډ مهاله حکومت واګې ښاغلی ناصرالملک په لاس کې اخلي.

دښاغلي ناصر الملک لنډ مهاله حکومت به د خپلې واکمنۍ په مهال په ۲۵م جولایي هیواد کې عامې ټولټاکنې کوي اؤ بیا به دخلکو لخوا غوره شوي حکومت ته د اقتدار واګې سپاري

دپاکستان په تاریخ کې به دا لمړی ځل وي چې یو پښتون به د (لنډ مهاله)وزیراعظم په توګه ذمه وارۍ ترسره کوي.

په پاکستان کې د لنډ مهاله وزیراعظم په نوم د خواؤ شا یوې میاشتې راهسې د حکومت اؤ اپوزیشن ترمینځ صلاح مشورې روانې وې خو دواړه خواوې د پرله پسې لیدنو باوجود په یو نوم نه صلاح کیدلې.

که چرې ننۍ لیدنه کې هم د وزیراعظم اؤ اپوزیشن لیډر ترمینځ دلنډ مهاله وزیراعظم په نوم صلاح نه وه راغلې نو بیا به دائین له مخې دغه معامله پارلیماني کمیټۍ ته تله، کمیټۍ به الیکشن کمیشن ته څو نومونه ورکول اؤ الیکشن کمیشن به له دغو نومونو څخه یو نوم د وزیراعظم په توګه غوره کولو.

د لنډ مهاله وزیراعظم د نوم اعلانولو په وخت وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اؤ اپوزیشن لیډر سید خورشید شاه وویل هغوئ ویاړي چې په اتفاق سره یې دیو داسې تن نوم د وزیراعظم په توګه غوره کړو چې دپاک کردار خاوند دی.

دواړو مشرانو دا هم وویل چې د پریکړې په کولو سره یې ثابته کړې ده چې پارلیمان سیاسي فېصلې پخپله کولی شي

ناصر الملک څوک دی؟

ښاغلی ناصرالملک په ۱۷م اگست ۱۹۵۰م کې دپښتونخوا سوات سیمه کې زېږېدلی ؤ .

نوموړي په ۱۹۷۶م کې د لندن څخه د باراېټ لا ډگري ترلاسه کړې ، او ۱۷ کاله بيا وکيل پاتې شوی دی .

هغه په ۱۹۸۱م کې د پېښور هائيکورټ د بار اېسوسي اېشن سيکرټري جنرل او بيا دوه څله په کال ۱۹۹۰م او ۱۹۹۳م کې د پېښور هائيکورټ د باراېسوسې اېشن صدر پاتې شوی دی .

ناصرالملک په کال ۱۹۹۳م کې د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل او بيا په ۱۹۹۴م کې د پېښور هائيکورټ جج جوړ شوی ؤ .

په شپږم دجولایي کال ۲۰۱۴ م کې هغه دپاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه ګمارل شوی ؤ. چې د ۱۶م اګست کال ۲۰۱۵م پورې یې په دغه مهمه چوکۍ خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: