سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / نامعلومه وسله وال په نيمروز کې په سوداګريزو مالونو باج اخلي

نامعلومه وسله وال په نيمروز کې په سوداګريزو مالونو باج اخلي

وسله والو طالبانو په نیمروز ولایت کې باري موټرو ته خبرداری ورکړی چې باید دې ډلې ته د بار محصول ورکړي. د نیمروز د لارې د باري موټرو چلوونکي وايي چې د طالبانو د اقتصادي او مالي چارو کمیسیون د چهارشنبې له ورځې له باري موټرو د ګمرکي محصول په نوم د پیبسو اخیستل پیل کړي دي.
طالبانو تر دې وړاندې له ایران څخه د فراه د ګمرک په لاره له راتلونکو باري موټرو څخه د محصول پیل کړي و. طالبانو وروسته له دې ایران ته له تلونکو او ورڅخه راتلونکو موټرو د ګمرکي محصول په نوم د جزیې اخیستل پیل کړل چې د افغانستان حکومت وویل، نور د پاکستان پر لارو اتکا نه لري ځکه چې متبادلې ترانزیتي لارې یې موندلې دي.
د نیمروز د لارې موټرچلوونکي وايي چې طالبان د سوداګرو ۱۵۰ باري موټر ودرول او هغوی ته یې د محصول اخیستلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. طالبانو د لاریو چلوونکو ته دا خبرپاڼه سپارلې ده:
د چاه بهار بندر له پرانستل کېدو سره د نیمروز ولایت له لارې ایران ته په سوداګري مالونو د بار موټرو تګ راتګ زیات شوی دی. دې مسلې پاکستان هم وارخطا کړی دی ځکه چې د پاکستان له لارو د افغانستان د ترانزیتي مالونو وړل – راوړل خورا کم شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *