چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ناټو:افغانستان سره د سولې په پروسه کې مرسته او همکاري کوو

ناټو:افغانستان سره د سولې په پروسه کې مرسته او همکاري کوو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې ناټو د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته او همکاري کوي او ددغه پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي. دده په خبره امریکا په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه بې ساري هڅې پیل کړې دي او ناټو هیله لري چې دغه خبرې مثبتې پایلې ورکړي. ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو او ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې له پیل شوو هڅو سیاسي ملاتړ کوي. دده په خبره د ناټو غړي هېوادونه غواړي طالبانو ته دا ثابته کړي چې دوی د جګړو له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی او باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي. دده په وینا طالبان باید په دې پوه شي چې ناټو د افغان حکومت ملاتړې ده او که طالبان جګړو ته ادامه ورکوي نو د جګړې په ډګر کې به ځپل کېږي، خو که د سولې لار خپله کړي نو په دې صورت کې د نړیوال ملاتړ چوکاټ ته ننه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: