یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / بين المللي / ناټو له افغان حکومت سره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کړي دي

ناټو له افغان حکومت سره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کړي دي

ناټو له افغان حکومت سره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کړي دي. د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان مسئله مهمه وه او غړو هېوادونو په دې اړه خبرې کړې دي. د ناټو په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه سازمان له افغانستان سره ولاړ دی او له افغان حکومت به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان له کلونو راهیسې د افراطیت او ترهګرۍ ښکار دی او ددې وخت دی چې دغه ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي. ناټو ویلي چې د افغان حکومت او تر ۲۰۲۴ د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ادامه ورکوي. ناټو همدا راز د افغانستان پر ګاونډیو چې دلته د نا امنیو په جوړولو تورن دي غږ کړی څو د سولې په پروسه کې ونډه واخلي. خبرپاڼه زیاتوي، چې ایران، پاکستان او روسیه دې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او په دې توګه دې هلته روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي. ناټو ویلي چې د افغان حکومت د سولې او اصلاحاتو له طرحې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته تیار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *