پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / ناټو: که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې د جګړې ډګر ته ستنېږو

ناټو: که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې د جګړې ډګر ته ستنېږو

ناټو وایي که اړتیا پېښه شي بېرته به په افغانستان او عراق کې د جګړو ډګرونو ته ستانه شي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په کاناډا کې په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي، چې د ناټو ځواکونه د غړو هېوادونو د امنیت تامین ته ژمن دي او په دې برخه کې هڅه کوي. دده په خبره په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی نو له همدې امله ددوی د روزنې او ملاتړ ماموریت لا هم دوام لري. د سټولټنبرګ په خبره د ناټو موخه د افغانستان امنیت دی، خو که دا کار افغان ځواکونه وکړی شي تر ټولو ښه ده. هغه زیاته کړې که افغان ځواکونه د ترهګرۍ په ماتولو بریالي نه شي نو ناټو تیارده، چې د جګړې ډګر ته ستنه شي. نوموړي ویلي په افغانستان کې وضعیت کړکیچن دی، نو ځکه دوی دغه هېواد ته د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې ده. ناټو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ تر ماتې پورې به یې سرتېري په افغانستان کې موجود وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *