شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / نا مالومه وسلوالو د سړک جوړونې یو کارکونکی وژلی

نا مالومه وسلوالو د سړک جوړونې یو کارکونکی وژلی

وسله والو په نورستان کې د سړک جوړونې شرکت یو کار کوونکی وژلی دی. د نورستان نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې نا پېژاندو وسله والو د سړک جوړونې شرکت یو کار کوونکی وژلی او دری نور یې ټپیان کړي دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل چې د منډول ولسوالۍ د سړک جوړونې شرکت کار کوونکي تېره ورځ له کار نه وروسته لغمان ولایت ته روان و چې د نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ د سړک په اوږدو کې ورته کمین نیول شوی او د برید په نتیجه کې یو تن وژل شوی او دری ټپیان دي. والي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتو ن ته رسول شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *