چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: بټي کوټ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر مينځ نښته شوې

ننګرهار: بټي کوټ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر مينځ نښته شوې

دننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي ،په دې برید کې دطالبانولخوا دبټي کوټ ولسوالۍ اړوندد شینوارو کلا سیمه کې دافغانستان بانک دتورخم د څانګې مشر او د خزانې مدیر وژل شوي او یوبل تنه کارکوونکی ټپی شوی دی.

دننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي ،وسله والو طالبانو تیرماښام دبټي کوټ ولسوالۍ اړوند د شینوارو کلاسیمه کې دپولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ خو دافغان ځواکونو دځوابي برید په ترڅ کې شپږ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

هغه ویلي په سیمه کې د روانې جګړې پرمهال په یوکرولا موټرکې ناست دافغانستان بانک کارکوونکي چې له تورخم څخه جلال اباد ته په لار روان و دطالبانو لخوا په نخښه شول.

مشرقیوال وايي په دې برید کې دافغانستان بانګ د تورخم دڅانګې مشرمیرزمان او دخازني مدیر نعمت الله وژل شوي او یوبل تن ټپي شوی دی.

وسله والو طالبان په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې په تورخم کې کاروباري خلکو ویلي،په دې وروستیو کې د تورخم او دجلال اباد په لویه لار امنیتي پیښې زیاتې شوي د اونۍ په جریان کې دوه درې ځله دې لارې ته وسله وال طالبان را وځي پرامنیتي پوستو د بریدونو ترڅنګ هغه ملکي نظامي کسان تر بریدونو لاندې راولي کوم چې تورخم ته د دندو ترسره کولو لپاره روان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: