شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: د بهرنیانو په هوايي برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوختې

ننګرهار: د بهرنیانو په هوايي برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوختې

د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو پر ملکي وګړو هوايي بريدونه کړي چې د راپورنو پر بنسټ ملکيانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، تېره ورځ بهرنيو ځواکونو د هسکې مينې په لوی پاپين سيمه کې د داعش وسله والو مرکزونه بمبار کړي دي او اوولس وسله وال پکې وژل شوي دي.

د خوږياڼي په خبره، بهرنيو ځواکونو په سيمه کې د ملکي وګړو په يوه کور هم هوايي بريد کړی چې په ترڅ کې يې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له بله پلوه د سيمې اوسېدونکو پژواک اژانس ته د ډيری ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی او وايي بهرنيو ځواکونو هغه مهال ملکي وګړي په نښه کړل کله چې هغوی غوښتل په کليو له بمبار وروسته خپلې سيمې پريږدي خو د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ هدف وګرځېدل.

که څه هم په دغه بمبارۍ کې تر اوسه د ملکي وګړو کره شمير نه دی په ډاګه شوی خو په سوشل ميډيافسبوک کې د “هسکه مينه ورځپاڼه” په نوم چې د يادې ولسوالۍ څخه راپورونه ورکوي ليکي: “د هسکى مينې د شابيو په پروني بمبار او د لوی پاپين په نني بمبار کې ډيری ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتى ده چې تر 30 ديرشو پورې ولسي وګړي په شابيو او لوى پاپين کې شهيدان شوي چې ډير يې د شابيو د بمبار دي، زخميان هم لري او شهيدان اوس هم په سيمو کى تر خاورو لاندې پاتې دي، خاورو ته د سپارلو امکانات يې تراوسه پورې نه دي شوي.”

په نږدې ورځو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو دا درېيمه پېښه ده چې د بهرنيو او داخلي ځواکونو له لوري ملکيان په نښه کېږي.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې په چپرهار ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې نهه او وړمه ورځ يې په بټيکوټ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: