یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: د جلال آباد طورخم په لویه لاره د پولیسو قومندان وژل شوی

ننګرهار: د جلال آباد طورخم په لویه لاره د پولیسو قومندان وژل شوی

د مرکز جلال اباد څخه راپورونه وایي چې تیره شپه په تورخم کې د پولیسو قومندان “جهانذیب” جلال اباد مرکز ته څیرمه د جندرما پول سیمه کې په یو وسلوال برید کې داسې مهال ووژل شو چې یاد قومندان تنها په لار پلې روان ؤ.

وسلوالو طالبانو په یاد قومندان د برید پړه په غاړه اخیستې او په یو خبر کې ویلي چې جنګیالیو یي تیر ماخستن شاو خوا ۸ بجې د پولیسو په یاد قومندان ناڅاپي برید وکړ چې په ترڅ کې(جهانذیب) چې په تورخم کې یي دنده درلوده ووژل شو.د دوئ په وینا یاد قومندان په سیمه کې په ډیر ظلم او وحشت کولو سره مشهور وه ځکه یي جنګیالیو په نښه کړ او د خپلو کړنو په سزا یي ورساؤ.

د یو بل خبر له مخې چې ویل شوي د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د استخباراتو ریاست یو کارمند د وسلوالو طالبانو له لوري په نښه شوی او وژل شوی وسلوالو طالبانو خبر ورکړی چې یاد کارمند (عابد) یي د ببرک تاڼې په سیمه کې تر برید لاندې راوستی او ځای په ځای یي وژلی.

امنیتي چارواکو لا هم د دواړو پیښو په اړه معلومات ندي خپاره کړي خو ویل کیږي چې ډیری شمیر قومندانان او د استخباراتو ریاست کارمندان که څه هم د طالبانو له لوري د یو ځانګړي تاکتیک له مخې په نښه شي مسولین یي معلومات نه رسنیز کوي د شنونکو په وینا یادې پیښې د امنیتي دلایلو او د اړونده ادارو په خوښه پټ ساتل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: