شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: د طالبانو د يو سرګروپ په شمول اته کسان ونېول شول

ننګرهار: د طالبانو د يو سرګروپ په شمول اته کسان ونېول شول

د ننګرهار ولايت د رسنیو له دفتر څخه خبر تر لاسه شوی چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو سرګروپ له ۷ نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.

ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې او خوارانو په سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د محصل په نوم د وسله والو طالبانو یو سرګروپ چې مشهور په امیر صیب مشهور وو، د اوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.

یاد عملیات چې د وسله والو طالبانو په مرکزونو ترسره شول، له عملیاتو وړاندې له سیمې څخه ګڼ شمیر وسله وال طالبان په تېښته بریالي شوي وو، خو د دوی دوه عرادې موتر سایکلې او یو عراده سراچه ډوله موټر د امنیتي ځواکونو له لورې لمنځه وړل شوي او همدا راز یو میل بم افګن، ۳ میله کلاشینکوفونه ، او د وسله والو طالبانو د تبلیغاتو او جلب جذب ډیری اسناد د تالاشۍ په جریان کې د امینتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: