یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: د فریدون خان په خود سره ملېشه کې پاکستانیان قومنده کوي!

ننګرهار: د فریدون خان په خود سره ملېشه کې پاکستانیان قومنده کوي!

د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې وړمه ورځ د فریدون خان دشخصي ملېشې او د کرغېړنې پولې د هغه خوا نه د پاکستان د پوځ د ظلمونو له کبله را اوښتې مهاجر کډوال چې ځایي خلک هم ورسره ملتيا کوله تر مینځ په نښته کې د یو تن پاکستاني قوماندان نه پاکستانی شناختي کارت او یو لړ نور پاکستاني مهم اسناد تر لاسه شوي دي

ټرایبل نیوز ته د ځايي خلکو د وینا په اساس وړمه شپه د فریدون خان ملېشې او د پاکستاني مهاجرو چې خوګاخېل قام یې هم ترشا ولاړ دی سخته نښته را مینځ ته شوې چې په پایله کې یې د ملېشې درې پوستې د ځايي خلکو په مرسته ونیول شوې او د پوستو نه ځایي خلکو ته دغه اسناد تر لاسه شول

د فریدون د ملېشې یو لوړ پوړی قوماندان بشیر چې د کجورۍ کلي قمنده یې په لاس کې ده اصلاً پاکستانی دی چې د فریدون مومند له خوا معاش هم ورکول کېږي او د پاکستانیو مهاجرو په ضد جګړې ته یې دوام ورکړی دی نوموړی پاکستاني تابعیت یا شناختي کارت هم لري او د ملېشې د دندې لپاره یې د ګوشتې ولسوالۍ افغاني تابعیت هم تر لاسه کړی دی .

د خوګاخېل قام یو ملک چې د نوم نه ښودلو په شرط یې ټرایبل نیوز ته وویل چې د یاد پاکستاني قوماندان بشیر سربېره د فریدون خان په ملېشه کې نور هم یو شمېر قوماندانان شته چې د پاکستان سره تړاو لري او د دغه هېواد تابیعت یا شناختي کارتونه لري د بیلګې په توګه یاد ملک د لاندنیو ملېشو قوماندانانو ذکر کړی چې په پاکستان د چتر لاندې کورونه او روزګارونه لري.
۱-ډاکتر شاه محمود چې فعلاً د دوړخېلو په سیمیز روغتون کې دنده لری او د ملېشي قوماندان هم دی چې په پاکستان کې د اټک په سیمه کې مشهور هوټل او کورونه لري.او د دې ترڅنګ د مومندو ایجنسۍ په پولیټکلۍ کې پاکستانی ملک هم دی.

۲-ملک دلاور چې د زیارت ډاګ د ملېشي قومنده يې تر لاس لاندې ده او د پاکستان دولت مهم غړی دی چې دی هم په پېښور کې خپل تجارت مخ په وړاندې وړي او دی هم د مومندو ایجنسۍ یو پاکستانی ملک دی
۳- معروف چې د کاټي د ملېشو قوماندان دی او د پاکستان په پنجاب ایالت کې ژوند کوي د دغه هېواد په استخباراتو کې د افغانانو لپاره یو هحرتي قاتل بلل کېږي

۴-ملک حنان چې د دوړخېلو د قام د ملېشې مشري یې پر غاړه ده دی هم په مومندو ایجنسۍ کې د پولیټکلۍ سره ملک دی او د پاکستان پوځ لخوا په یاده سیمه کې د پاکستان مخالف خلکو په وړاندې فعالیت تر سره کوي.

یاد ملک چې افغان دولت ته د وفادارۍ په شرط یاد شوي قوماندانان د افغانانو دښمنان یاد کړل او په سیمه کې د پاکستان دولت لاس پوڅې معرفي کړل

باید اویل شي چې له دې وړاندې هم د سیاسی چارو کار پوهانو په فریدون مومند او د هغه په ملېشه باندې نیوکې کړي چې ګواکې نوموړی او د هغه ملېشه د پاکستان د مفادو او د دغه هېواد څارګرې ادارې اې ایس اې(ISI) لپاره په ننګرهار ولایت کې کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *