جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / ننګرهار: د پاکستان په کونسلګرۍ کې د وېزو ستونزه لا اوس هم نده هواره

ننګرهار: د پاکستان په کونسلګرۍ کې د وېزو ستونزه لا اوس هم نده هواره

ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ له لوري د وېزو ورکړې ستونزه د ولايتي ادارې د هلو ځلو، بهرنيو چارو وزارت د منځګړتوب او د خلکو تر بيا بيا شکايتونو وروسته هم نه ده حل شوې.

اوس چې دغلته د ورځو په مهالوېش د وېزو ورکړه پيل شوې او د کونسلګرۍ چارواکو هره ورځ د ۱۸۰۰ وېزو ورکړې ژمنه کړې؛ خو بيا هم يو ناروغ وېزه اخيستونکی له نيمې شپې تر غرمې ډېره په سختۍ وېزه ترلاسه کوي او کله ناکله خو ورته وار هم ونه رسېږي.

د تلې په ۳مه د پژواک خبريال په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته ورغی، د سهار په توره تياره له دوو زرو ډېر کسان چې ناروغان، مېرمنې او سپين ږيري هم په کې وو، تر ډېره تر سترګو کېدل چې د وېزو تر لاسه کولو په موخه راغلي وو.

په وېزو تر لاسه کوونکو کې يو شمېر مېرمنې له سختو ستونزو وروسته د کونسلګرۍ تر انګړه رسېدلې وې؛ خو څو مياشتني اولادونه يې بهر پاتې وو او له ډېرې ژړا يې وضعيت خراب شوی و.

د کونړ ولايت يو اوسېدونکی شاهد الله وايي: ((د شپې په يوه بجه راغلي يو، ښځه مې په هغه بله لار لاړه، زه دلته بهر يم، درې مياشتنۍ لور مې هم راسره پاتې شوه، دا دی اوس د ورځې لس بجې دي، د لور وضعيت مې بېخي خراب دی، خدای پوهېږي که ژوندۍ پاتې شي.))

د ناروغانو په ډله کې د زړه ناروغان، د لوړ فشار، سږو او نورو بېلابېلو داسې ناروغيو ناروغان موجود و، چې په ازاد فضا کې يې هم وضعيت خرابېږي؛ خو دغلته په ټېل ماټېل کې ډېر کله تر پښو لاندې هم شول.

سپن سرې ګلمکۍ، د لغمان ولايت ده، څلور ورځې سر په سر په وېلچر کې راوستل شوې، خو د وېزې په تر لاسه کولو بريالۍ شوې نه ده.

د وېزې تر لاسه کوونکي شکايت کوي، هغه خلک په اسانۍ وېزه تر لاسه کوي، چې يا تکړه د منډې ځوانان وي او يا پيسې ولري؛ خو سپين ږيري، مېرمنې او ناروغان له ډېرو تکليفونو سره مخامخ دي.

د حاجي محمد په نوم سپين ږيري پژواک ته وويل: ((يا به په دغو ټېلو او رش کې ځان تر دروازې رسوې او يا به هم پيسې ورکوې، اوس خو نرخونه بېخي لوړ شوي، سل دوه سوه ډالر اخلي.))

د ډېرو خلکو شکايت د ننګرهار له والي څخه و، چې په خبره يې کونسلګري يې منظمه نه، بلکې لا يې خلکو ته مشکلات زيات کړل.

د ادريس په نوم وېزه ترلاسه کوونکي وويل، پخوا به په اوونۍ کې خامخا د وېزې په تر لاسه کولو بريالی کېده؛ خو اوس دا دی درېيمه اوونۍ ده چې هره پنجشنبه راځي؛ خو وېزه نه ترلاسه کوي.

دی وايي، والي د کونسلګرۍ لپاره ډېر نا انډول مهالوېش برابر کړی، ځکه د ننګرهار خلکو ته يې اوونۍ کې څلور ورځې وخت ورکړی او د شپږو ولايتونو خلکو ته يې يواځې يوه ورځ ټاکلې ده.

پر نورو ډېرو سختيو او مشکلاتو سربېره هره ورځ وېزه ترلاسه کوونکي د پوليسو د ډانګونو او ربړونو تر وهلو لاندې هم راځي او کله ناکله خو د پوليسو او خلکو ترمنځ اخ ډب هم کېږي، چې پوليس پرې هوایي ډزې هم کوي.

احمد الله وروسته له هغه بېرته ناهيلی د کونسلګرۍ د وېزې تر لاسه کولو له دروازې تر ټېل وهلو وروسته راستون شو، چې پوليس پرې د ربړي پيپ پرله پسې ګوزارونه وکړل او نور يې هاخوا د تګ اجازه ورنه کړه.

دی وايي: ((پرون او نن سهار پوليسو په خلکو ګوزارونه کول، ښځې يې هم ووهلې، خلکو چې د ښځو وهل وليدل؛ نو په پوليسو يې د کاڼو ګوزارونه وکړل، هغوی پرې هم هوايي ډزې وکړې.))

د پژواک خبريال په همدغه رش او ټېل ماټېل کې ځان تر کونسله ورساوه، تر څو د هغه نظر هم له ځانه سره ولري؛ خو هغه په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

هڅه وشوه چې موضوع د ننګرهار له والي سره شريکه شي او د هغه نظر هم ولري؛ خو بريالي نه شو او بالاخره د والي د وياند عطاء الله خوږياڼي نظر مو تر لاسه کړ.

هغه په کونسلګرۍ کې ټولې ستونزې مني او وايي، د کونسلګرۍ مسوولينو د بهرنيو چارو له وزارت سره ژمنه کړې وه، چې هره ورځ به ۱۸۰۰ کسانو ته وېزې ورکوي؛ خو اوس يې تر ۸۰۰ کسانو ته هم نه رسوي.

دی د مهالوېش ستونزه هم مني؛ خو وايي چې دا د لنډمهال لپاره جوړ شوی او حالاتو ته په کتو په کې د تغيير راوستو په اړه هم له سره غور پيل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *