چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: لعل پورې ولسوالۍ د محلي پولیسو عمومي قمندان وژل شوی

ننګرهار: لعل پورې ولسوالۍ د محلي پولیسو عمومي قمندان وژل شوی

له ختېځ ولایت ننګرهار نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي پرون مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار ته نژدې بیس اکمالاتي سیمه کې د لعل پوري ولسوالۍ د محلي پولیسو لپاره عمومي قومندان حاجی میا روښان (شان حاجی) د یو وسلوال برید په ترڅ کې د یو ځوی په ګډون مرګوني ټپیان شوي وو چې د درملنې لپاره یی د ننګرهار ولایت عامه روغتون ته استولي وو چې وروستو د ژورو ټپونو له امله دواړو په روغتون کې ساه ورکړي وه .

شان حاجی پاکستان سره په سرحد کې پرته ولسوالۍ لعل پوري سره تړاو لري چې د دغه ولسوالۍ یو ښه مخور سپین ږیري هم وو تیر کال د دغه ولسوالۍ د پر چاو په سیمه کې د پاکستان لخوا په دغه ولسوالۍ د بریدونو له له امله د خپلې کورنۍ سره جلال اباد ښار ته په کډه کولو سره مجبور شو.

د ځاي خلکو په وینا یاد قمندان په دې وروستیو کې د دولت ضد مخالفانو په وړاندي په سیمه کې ستره مبارزه کوله چې په پایله کې وسله را وچته کړي وه چې په دې وروستیو کې د افغان دولت لخوا د دغه ولسوالۍ لپاره د محلې پولیسو عمومي قمندان په توګه ګمارل شوی وو.

بلخوا وسلوال طالبان امارت اسلامي دعوه کوي چې یاد وژل شوی د محلې پولیسو قمندان د دوي له ملګرو لخوا وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده څه موده وړاندي په ګوشته ولسوالۍ کې د فریدون مومند د شخصي ملیشو او د ډیورنډ پولې د هاغه غاړي څخه د راکډه شوو کډوالو تر منځ نښتي شوي وي چې په ترڅ کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي وه چې د دواړو اړخونو د سولې لپاره په سیمه کې یو تعداد مخورو سپین ږیرو په هلو ځلو د سولې خبري پیل کړي چې پکې د مومندو د شورا د مشر حاجی جهانزیب مومند په شمول ګڼو دولتي غړو ګډون درلودو چې د دولتي غړو په صف کې یو شان حاجی هم وو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: