څو شېبې وړاندې د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوندې ثمرخېلو سیمې د ميا علي صاحب زيارت ته څېرمه چاودنه شوې ده.
ددغه ولایت رسنیو دفتر معلوماتو له مخې، په پېښه کې ځاني زيان چاته نه دی اوښتی.
ویل شوي، چې په بايسکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوی.
امنيتي مسئولين سيمې ته رسيدلي.