دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: نامالومه وسله والو یو ترافیک پولیس په ډزو وواژه

ننګرهار: نامالومه وسله والو یو ترافیک پولیس په ډزو وواژه

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسله والو يو ترافيک پوليس وژلی دی.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې دغه پيښه نن سهار د تالاشۍ چوک ته څېرمه د مالوچو په کوڅه کې رامنځته شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې نن يو تن ترافيک د ښار په څلورمه ناحيه کې د ناپيژاندو وسله والو له لوري وژل شوی دی او وسله وال له سيمې څخه تښتېدلي دي.

خوږياڼی وايي چې د محمد ويس په نامه دغه ترافيک نن سهار دندې ته په لاره و چې د بريد ګرو له امله په ډزو وویشتل شو، هغه وويل چې د تورنو کسانو د نيولو په اړه پلټنې روانې دي.

د مالوچو کوڅې يو تن دوکاندار احمدالله رسنيو ته وويل چې پيښه نن سهار اووه بجې رامنځته شوه او بريد ګر پلي په ارام زړه له سيمې څخه لاړل.

احمدالله وويل چې تر ډېره وخته د ترافيک جسد د پيښې په ځای کې پروت و چې ډېر وروسته امنیتي ځواکونه راغلل او د هغه جسد يې يوړ.

ترافيک چې د ښاري نظم او د ښار د ترافيکي سيستم د کنټرول مسؤليت لري، تر ډېره په جګړو کې هدف نه وي خو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې ترافيک وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ترافيک ډير ځله د زورواکو او نورو چارواکو د موټرو په درولو وهل شوي دي.
په همدې ولايت کې تيره اوونۍ هم ځانګړو امنيتي ځواکونو دوه ترافيک پوليس سخت ډبولي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *