دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار والې ګلاب منګل استعفا ورکړه

ننګرهار والې ګلاب منګل استعفا ورکړه

د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د ننګرهار والي ګلاب منګل له ولایته استعفا ورکړه. ګلاب منګل پخپله د استعفا په اړه څه نه دي ويلي، خو یاده اداره وايي چې هغه د خپلو شخصي ستونزو له امله استعفا ورکړې ده. د ننګرهار والي په داسې حال کې استعفا ورکوي چې همدا شېبه لا هم په جلال اباد ښار کې جګړه روانه ده. د عیني شاهدانو په قول بریدګر د مستوفیت ودانۍ ته ننوتي او همالته يې جګړه پيل کړې ده. طلوع نیوز لیکي، چې په جګړه کې نهه تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي. د برید په اړه بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: