د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کي د رمضان کپ پيل شوو سياليو پر مهال پر لپسې درې چاودنې شوي.
تر دې مهاله اته شهیدان او ٤٣ ټپیان حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي او د اوو تنو ټپیانو حالات نازک دی .
شهیدانو کې د دې سیاليو ترتیب کوونکی هدایت الله زهیر، د لغمان ښاروالۍ مرستیال ډاکټر نیکمل،ربیع الله، خاطر ماشوم، سید محمد ، اجمل او قاري حميد شامل دي،خو د يو تن شهید هويت لا مالوم ندی .
