چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې بريښنا نه شتون خلک د ستونزو سره مخ کړي

ننګرهار ولایت کې بريښنا نه شتون خلک د ستونزو سره مخ کړي

جلال اباد ښار کې د تیرې اونۍ راهیسې د بریښنا نه شتون له امله نږدې ټول برقي کارونه په ټپه ولاړ دي او ښاریان هم له سختو ستونزو سره مخ دي.

د جلال اباد اوسیدونکي او مدني فعالان وايي، له تیرو کلونو راهیسې د دې ښار بریښنا په اونیو، اونیو پرې کیږي؛ خو د دایمي حل لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی.

د بريښنا ریاست چارواکي بیا په دې اړه د خپلو فعالیتونو څخه خبر ورکوي او په نږدې راتلونکي کې یې د حل ژمنه کوي.

د تیرې اونۍ دوشنبې ورځې راهیسې یو ځل بیا له کابله جلال اباد ته د راغلي بریښنا مزې پرې دي، چې له امله یې ښاریان په تیرو خونو کې ناست دي.
د ښاریانو په وینا د کاروباري زیانونو سره آن د څښاک اوبه هم په سختۍ سره پیدا کوي.
د جلال اباد اوسیدونکي د افغانستان بریښنا شرکت په مسوولینو نیوکه کوي، چې تر اوسه یې د دې ستونزې لپاره دایمي حل پيدا نه کړ او هم د حکومت پر وسله والو مخالفینو کلک انتقادونه کوي، چې په دې ډول کړنو سره دوی غواړي؛ له ولس سره دښمني وکړي.

د جلال اباد ښار اتمې ناحیې یو تن اوسیدونکي عبید الله وايي، هر کال یو ځل د اوړي په پيل کیدو سره د بریښنا مزي پرې کیږي او هم د ګرمۍ موسم په خلاصیدو کې د بریښنا ستونزه پيدا کیږي.
هغه وايي، سږ کال د اوړي پيل کیدو سره، چې د بریښنا مزي پرې شو؛ څو ناروغانو ساه ورکړه او همدا راز د واورې د خرڅون پر مهال خلکو سره په جنګ شول، چې پایله کې مړي هم وشول.

د عبید الله په خبره دا چاره له کلونو روانه ده؛ خو حکومت ته هم د ساعتیرۍ بڼه لري؛ ځکه مخه یې نه نیسي.
نوموړي زیاته کړه، آن د څښاک اوبو لپاره یې ماشومان تر لرو ځایونو پورې ځي.

د ښار یو بل اوسیدونکي فضل الباري بیا پر حکومتي چارواکو غږ کوي، چې لاس تر زنې دې نه کیني او ژر تر ژره دې یادې ستونزې ته حل لاره وګوري.

مدني فعال نوراغا ځواک میلمه راډيو ته وویل، د چارواکو د بې کفایتۍ له امله آن د اوړي موسم پر مهال جلال اباد ښار باندي د بريښنا پرې کیدو له امله ماشومان د سختې ګرمۍ پر مهال مړه شوي.
نوموړي زیاته کړه، د بریښنا ریاست ژمنې هم نه دي عملي شوي او په یاد ریاست کې پراخ فساد شتون لري.

په ورته وخت کې بیا د ختیځي حوزې بریښنا ریاست چارواکي وايي، د بریښنا مزي د لغمان ولایت اړوند د بادپښ په سیمه کې د حکومت د وسله والو مخالفینو له لورې پرې شوي، چې اوس یې قومي مشران د دې ستونزې د حل په موخه وسله والو مخالفینو ته جرګې ورلیږلي.

د ننګرهار بریښنا رییس اکرام الله عابد میلمه راډیو ته ومنله، چې دا ستونزه دایمي حل غواړي؛ خو وايي، په دې اړه یې له مرکز سره خبرې کړي او ډير ژر به یادې ستونزې ته دایمي حل پیدا کړي.

عین حال کې د لغمان ولایتي چارواکي هم وايي، چې قومي مشران یې وسله والو مخالفینو ته جرګه کړي او په دې اړه خبرې جریان لري.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د والي اصف ننګ له قوله ویل شوي، چې وسله والو مخالفینو دې کړنې سره په روغتونونو، جوماتونو او کورونو کې عام ولس په زحمت شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د بریښنا لینونه په بادپښ کې پرې کیږي؛ بلکه له دې وړاندي هم هر کال په ځلونو دا کار تکرار شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *