جمعه , اکتوبر 23 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي

ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو پنځه غړي وژل شوي.

سیمه ییز چارواکي وایي، دغه کسان د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعشیانو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم لمنځه تللي دي.

د ننګرهار ولایت مقام له مخې، تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين او مياجي بابا سيمه کې بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د بریدونو په ترڅ کې د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو او نورو وسله والو پر وړاندې په ننګرهار ولایت کې چاڼیز عملیاتو او هوایي بریدونه دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: