پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې د ټاکنو غړي ډبول شوي

ننګرهار ولایت کې د ټاکنو غړي ډبول شوي

د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې ناپېژانده کسان د یادې ولسوالۍ د رایې اچونې یوه مرکز ته ورغلي او د رایي ورکوونې اړوند وسایل یې مات کړي دي. د یادې ولسوالۍ له ګردۍ غوث مرکز نه سپوږمۍ راډیو ته یو کس د ټلفون پر کرښه وویل، دوی په یاد مرکز کې رایي اچونې ته منتظر وو، چې شاوخوا لس کسان راغلل، دغه مرکز ته ننوتل او هلته موجود د رایي اچونې اړوند وسایل یې مات کړل او کومو کسانو چې غوښتل مخه یې ونیسي هغوی یې وهلي دي. یاد کس زیاته کړه، د دې مرکز ساتونکي هم موجود وو، خو هیڅ غبرګون یې نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې نن د امنیتي ارګانونو ویاندویانو هېوادوالو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د یادې پروسې د ښه تر سره کېدو په موخه ۷۰ زره امنیتي ځواکونه ګمارل شوي او یاده پروسه به په ډاډمنه فضا کې تر سره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: