سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې نن دمنظور پښتون د ملاتړ په تړاو یوه لویه غونډه تر سره شوه

ننګرهار ولایت کې نن دمنظور پښتون د ملاتړ په تړاو یوه لویه غونډه تر سره شوه

نن په ختېځ ولایت ننګرهار کې د د ترقۍ پیغام ټولنې او د پښتون پروټکشن مومنټ لخوا په پاکستان کې د منظور پښتون د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ په تړاو د ډیورنډ نا منلې کرښې ته نږدی په مومند دره ولسوالۍ کې تر سره شوه چې مشري یی د ترقي پیغام ټولنې ریس ډاکټر لعل پاچا مومند کوله په یاده غونډه کې په پښتو مئنو مدني ، ځوانانو، مشرانو او مدني فعالانو په شمول په زرونوتعداد خلکو ونډه درلوده چې په زیات شمیر ګډونوال یی د مومندره، لعل پوري او ګوشته ولسوالۍ او د ده سربیره ډیورنډ نا منلې کرښه سره تړلي سیمو خلکو هم ګډون کړي وو.په یاده غونډه کې یو شمیر مخورو، مدني فعالانو او پښتون پاله خلکو هم ګډون کړي وو د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د ډیورنډ کرغېړنې کرښې د نه منلو شعارونه ورکول او یاده کرښه یي د پښتون په خاوره کې د پښتنو پر سر د غلامي ځنځیر وبللو او د کوزې پښتونخواه محکوم پښتون ولس یي د دغه لانجمنې کرښې نه د ازاد او خپلواکه ژوند اخستو غوښتنه کوله.د یادونې وړ ده یاده سولېزه غونډه په داسی حال کې تر سره کیږي چې څه موده وړاندي په پاکستان کې د یو بې ګناه پښتون ځوان په وژنه د دغه هېواد پښتون پاله ځوانانو احساسات را وپارول چې د دغه هېواد د پوځي او استخباراتي ادارو د مظالمو په وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ په نوم یو غږ اوچت کړو او د ای ایس ای او پوځ هغه مظالم یي نړي ته ور په ګوته کړل چې په پاکستان کې د پښتنو سره پرته د کومې محکمې تر سره کیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: