دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / ننګرهار ولایت کې ورستیو ورښتونو او بادونو مالې او ځاني تلفات اړولي دي

ننګرهار ولایت کې ورستیو ورښتونو او بادونو مالې او ځاني تلفات اړولي دي

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او شاوخوا ولسواليو کې د سخت اورښت او بادونو له امله د دوو تنو شهيد کېدلو او درې ټپي کېدو ترڅنګ سلګونه جريبه ځمکه کې فصلونه زيانمن شوي او يو کور بشپړ سوځيدلی دی.

د معلوماتو له مخې تېره شپه شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند قل اردو سيمه کې د سخت اورښت او باد له امله پر يوې ريکشا د ونې پريوتو په پېښه کې ريکشا چلوونکی شهيد شوی او يوه مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د بهسودو ولسوالۍ بېنګاه سيمه کې د اسماني تندر پريوتو په پېښه کې يو تن بل هم شهيد شوی دی

همدا راز د يادې ولسوالۍ د سراچې په نغلو سيمه کې تېز باد د حليم جان په کور کې اور تيت کړی، چې له امله يې د نوموړي ټول کور سوځيدلی دی.
دغه راز د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه سوه جريبه زراعتي ځمکه اوبو لاندې کړې، چې له امله يې فصلونه لمنځه وړل شوي او ځمکه تخريب شوې ده.
ننګرهار والي په ورته وخت کې د طبيعي پېښو پر وړاندې چمتووالي کمېټې ته سپارښتنه کړې، چې د اورښتونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه معلومات راټول او اړمنو کورنيو سره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: