د ننګرهارولایت ځايي امینتي مسؤلینو خبرورکړی چې ځايي پولیسو دهمدې ولایت په هسکه مېنه کې یو داعش وسله وال د کورنۍ له غړو سره یو ځای نیولی
په همدې اړه دننګرهارد امنیه قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقیوال یوې خبري سرچینې ته ویلي ، تېره ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پولیسو د پلټونو پرمهال یو تن داعش اکرام مشهور په عبدالله کشمیری، چې د پاکستان د کشمېر اوسیدنکی دی، یوې مېرمنې او څلور ماشومانو سره نیولي دي .
سرچینې وايی چې په ښکیلو داعشیانو کې ډیرنور هم پاکستاني اتباع شته ،خونیول شوې کورنۍ اعتراف کړی چې د داعش لیکو کې وو او له سیمې د تېښتې پرمهال نیول شوي دي.
چارواکي وايي چې په دې اړه به دوی نورې هم ژورې پلټنې وکړي چې د داعش وسله والوسرچینې په ګوته کړي اوولس ته دهغوی په اړه معلومات ورکړي ترڅوپه سیمه کې دتل لپاره نابود شي.
داعشیانوپه دې اړه څه نه دي ویلي.