د سې شنبې په ماښام نېږدې شپږ نیمې بجې د جلال اباد ښار اطفایې کوڅې ته نېږدې پر یوې کرولا موټر چاودنه شوې .
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغه چاودنه د قاري صداقت پر موټر شوې چې همدې سیمې ته نېږدې د ګلانو نرسري يې درلوده.
نوموړی وايي، په چاودنه کې قاري صداقت وژل شوی او وايي، لومړني معلومات ښيي چې دا پېښه په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو او یا هم چسپکي ماین له امله شوې ده.