چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې ډلييز برید روان دی

ننګرهار ولایت کې ډلييز برید روان دی

ننګرهار کې د کډوالو ریاست مخې ته تر چاودنې وروسته ډله ییز برید شوی دی. د ننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي وويل چې دا بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو او ٤٠ دقيقو وشو.خوږیاڼى وايي، د بريد موخه د کډوالو چارو رياست دى، خو نور معلومات يې نه درلودل. عيني شاهدان وايي چې لومړى د کډوالو چارو رياست دروازې مخې ته دوه چاودنې وشوې او وروسته بريدګر رياست ته ننوتل. بلخوا ځينې کسان وايي چې د کډوالو چارو رياست ترڅنګ د عامې روغتيا روغتون ودانۍ کې هم چاودنه شوې ده. د کډوالو چارو رياست ودانۍ ته نږدې د کار او ټولنيزو چارو رياست هم شته. تر اوسه برید دوام لري او د مرګ ژوبلې په اړه دقیق راپورونه نشته.
په دې اړه نور جزیات وروسته….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *