دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې یو پاکستانی د وسلو قاچاق کوونکی نیول شوی دی

ننګرهار ولایت کې یو پاکستانی د وسلو قاچاق کوونکی نیول شوی دی

د ننګرهار ولايت سیمه ییز چارواکی وایي په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د يو پاکستاني وګړي په ګډون اووه تنه د وسلو قاچاق کوونکي نيولي دي.

د ننګرهار ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د لومړۍ سرحدي لواء قومندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل په حواله راغلي، چې سرحدي ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ په ژمګوري سيمه کې د وسلو د قاچاق هغه ډله نيولې، چې پرې پخوا د وسلو قاچاق تورونه موجود و.

نوموړي وويل، چې يادو کسانو سره درې سوه پنځه د کلاشنکوفونو شاژورونه، د پيکا او ايم ۱۶ بېلابېل ډوله پرزې نيول شوي، چې غوښتل يې له یادې سيمې څخه يې قاچاق کړي.

ده زياته کړه، په نيول شويو کسانو کې يو تن د پاکستان هېواد اوسيدونکی دی او پاتې نور افغانان دي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه هم دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *