شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې ۱۰تنه د یو افراطې ډلې څخه ژغورل شوي دي

ننګرهار ولایت کې ۱۰تنه د یو افراطې ډلې څخه ژغورل شوي دي

په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، د چپرهار ولسوالۍ څخه وړل شوي لس تنه ولسي وګړي د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعشیانو له منګولو ازاد شوي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلی چې ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزیو سیمې د چینې کلې څخه شاوخوا ۶ ورځې وړاندې لس ملکي وګړي د داعشیانو له لورې وړل شوي وو،چې ټول وړل شوي کسان د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوی له منګولو ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د مالوماتو له مخې له یادو کسانو څخه یې دوه نفره په هماغه ورځ،درې نور یې د تېرې چهارشنبې په ورځ او ۵ نور یې تېره ورځ د داعش له منګولو ازاد شوي او خپلو کورونو ته روغ رمټ رسیدلي دي .

د ولایت مقام په وینا، داعشیانو همېشه د ملکي وګړو په منځ کې د تروریستي او نورو کړنو په ترسره کولو سره د ویرې خپرولو هڅه کړې .

د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: