یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې امنیتي ځواکونه، طالبان او ملکیان وژل شوي

ننګرهار کې امنیتي ځواکونه، طالبان او ملکیان وژل شوي

په ننګرهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ملکي وګړو، وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو دوه ملکي وګړي شهیدان او امنیتي ځواکونو د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۳ وسله وال طالبان ووژل .
خبرپاڼه زیاتوي،چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې د وسله والو طالبانو له لورې دوه ملکي وګړي،چې د جګړې څېرمه یې کورونه وو،په ډزو سره په شهادت رسولي .
خبرپاڼه زیاتویو چې د یادې نښتې پر مهال د امنیتي ځواکونو له لورې ۳ وسله وال طالبان چې دوه یې پاکستانیان دي،وژل شوي او درې نور ټپیان دي،همدا راز په دې نښته کې یو سیمه ییز پولیس هم شهید شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د دولت ضد وسله والو په وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدون دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *