جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې د طالبانو مشهور قومندان د خپل ملګري په اس ووژل شو

ننګرهار کې د طالبانو مشهور قومندان د خپل ملګري په اس ووژل شو

ولايت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشر نن دغرمې پر مهال وژل شوی.

سرچینه زیاتوي، چې ملک جیپور ظاهراً د خپلمنځي شخړې له امله وژل شوی دی او د هغه ساتونکی ټپي دی.

د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د شيرزادو ولسوالۍ اړوند د طوطو په ړندو چينو سيمه کې نن شاوخوا دولس نيمې بجې د وسله والو طالبانو په خپل منځي نښته کې مشهور قومندان ملک جيپور ووژل شو او ساتونکی يې ټپي شو.

خبرپاڼه زیاتوي «د معلوماتو له مخې د وسله والو طالبانو دغه قومندان د دې ډلې د يو سرګروپ لالاګي له لوري وژل شوی دی.»

د ولایت مقام په وینا، ملک جيپور څه موده وړاندې د ستار ورور وژلی و.

د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دې وروستیو کې وسله والو مخالفينو خپلمنځي نښتو کې يو بل ته سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: