شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

ننګرهار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

نن غرمه مهال د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دې خبر د پخلي تر څنګ وویل، چې پیښه د جلال اباد ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د چاودنې له امله لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د پیښې پړه تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: