چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې ډلییز برید پای ته رسېدلی

ننګرهار کې ډلییز برید پای ته رسېدلی

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار وسلوالو لومړی د ننګرهار د پوهنې ریاست په دروازه کې پر ساتونکیو ډزې وکړې او وروسته چاودنه رامنځته شوه.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، بریدګر څلور تنه ول، چې درې یی د پوهنې ریاست په دروازه کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او یو بل ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، له پېښې درې جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي دي.

د دغو کسانو دهویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.

د چاودنې ځای ته د ننګرهار د پوهنې ریاست، د طب پوهنځي او مستوفیت نږدې او مخامخ د ننګرهار لوی زندان پراته دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: