د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار وسلوالو لومړی د ننګرهار د پوهنې ریاست په دروازه کې پر ساتونکیو ډزې وکړې او وروسته چاودنه رامنځته شوه.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، بریدګر څلور تنه ول، چې درې یی د پوهنې ریاست په دروازه کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او یو بل ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، له پېښې درې جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي دي.
د دغو کسانو دهویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.
د چاودنې ځای ته د ننګرهار د پوهنې ریاست، د طب پوهنځي او مستوفیت نږدې او مخامخ د ننګرهار لوی زندان پراته دي .