چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرها ولایت کې منګل باغ ډلې داعش وسلوال د نازیانو ولسوالۍ نه په تیښته مجبور کړي دي

ننګرها ولایت کې منګل باغ ډلې داعش وسلوال د نازیانو ولسوالۍ نه په تیښته مجبور کړي دي

راپورونه وایي چې په ننګرهار کې د لښکر اسلام ډلې وسلوالو او داعشي ملیشو ترمنځ خونړۍ نښتې لا هم روانې دي او دواړو لورو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې.
له سیمې څخه راپورونه وایي چې، د دې ولایت د نازیانو ولسوالۍ چې په تیر کې د داعش ډلې مرکزونه پکې وجود درلود اوس د لشکر اسلام ډلې د وسلوالو لاس ته لویدلې.
اوسمهال د دواړو ډلو ترمنځ د اچین د باندر او عبدالخیلو په نامه سیمو کې د ښکیلو لوریو قوي خطونه پراته دي او جنګ لا هم ادامه لري.
ځایي سرچینې د دقیقو ارقامو په بنسټ کابل ټکي کام ته ویلي چې د جګړې له پیله بیا تر اوسه دواړو لوریو ته تر ۴۰ ډیر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
سرچینو ویلي چې ښکیلو غاړو له یو بل نه څه کسان ژوندي هم نیولي چې برخلیک یې نه دی معلوم.
د یادونې وړ ده چې یو شمیر سیمیزو هیوادونو په دې وروستیو کې اندیښنې زیاتې کړې چې ګواکې په سوریه او عراق کې مات شوي داعشیان د امریکا او یو شمیر لویو استخباراتي سازمانونو په مرسته د هیواد شمال ته د یوه منظم پلان ترمخه لیږدول کیږي ترڅو هلته خوندي مراکز ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *