دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / نن د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کېږي

نن د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کېږي

نن د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کېږي. د اذربایجاني رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان په استازیتوب په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی ګډون کوي. د تماس غړو هېوادونو دغه غونډه تر ډېره د افغانستان پر ثبات او سوله تمرکز کوي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند حاجي اف ویلي چې په غونډه کې تر ډېره تمرکز په افغانستان کې د سولې پر راتګ او ثبات دی. دده په خبره د سولې راوستو او خبرو د پيل لپاره پر لار هوارولو په دې غونډه کې بحث کېږي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په اذاربایجان کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې کېږي. خو وروسته طالبانو دغه خبره رده کړه او په وینا یې دوی په هېڅ ځای کې له هېچا سره خبرې نه دي پيل کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: