یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / تفریح / نن د نړۍ بهترینه سوداګریزکرکټ لیګ پېلېږي

نن د نړۍ بهترینه سوداګریزکرکټ لیګ پېلېږي

د هندوستان ستر سوداګریز کرکټ لیګ نن د ممبیي په ښارکې د کوربه لوبډلې او دوه کلن ځنډ څخه د راستنې شوې لوبډلې چینای سوپرکېنګز ترمنځ پېلېږي.
دغه لوبې په ۲۰۰۷ م کال کې پیل شوي دي، چې سږ کال یې یوولسم پړاو سیالۍ دي؛ په دغو سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي هم پیرل شوي دي.
راشدخان او محمدنبي عیسی خیل په سن رایزرزحېدراباد لوبډله کې، مُجیب الرحمن په کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله کې او ظاهر خان بیا په راجستان رویالز لوبډله کې شتون لري.
د مجیب ځدران او ظاهر خان دا لومړی ځل دی ، چې په دې لیګ کې لوبېږي او تر دې وړاندې محمدنبي عیسی خیل او راشدخان ارمان لسم پړاو لوبوکې تېرکال هم لوبیدلي وو.
د یوولسم پړاو لوبو کې پیل چینای سوپرکېنګز او د تېرکال اتله لوبډله ممبیي انډینزکوي.
د دې لوبو اتلولي دوه ځلې چینای او دوه ځلې ممبیي لوبډلو اخېستې.
باید یاده شي چې سږ کال اې پي ایل سیالۍ د څلورو افغان لوبغاړو په شتون کې پېلېږي، چې ډېری افغانان یې د لیدلو لیواله دي.
سمیع الله درانی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: