سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / نوازشریف، “که په دهرنا کې زر-زر روپۍ نه وی وېشل شوې نن به دا حلات منځته نه راتله”

نوازشریف، “که په دهرنا کې زر-زر روپۍ نه وی وېشل شوې نن به دا حلات منځته نه راتله”

په اسلام اباد کې د قامي احتساب عدالت نه بهر رسنېو سره په خبرو کې نوموړي ويل، “ډېر خلک ځان پوهه کول چې هاغه يو، يو زر روپۍ ولې وېشل شوې وې؟ هغه د څه مقصد لپاره وېشل شوې او په کومه خوشحالۍ کې وېشل شوې وې؟ مونږ ټول په دې ځان پوهه کول غواړو”.

تېر کال د اسلام اباد او پېنډۍ ترمنځ په فېض اباد کې د تحریک لبېک نومې ډلې د دهرنې ختمولو په مهال د پنجاب صوبې د رېنجر ځواکونو مشر مېجر جنرال اظهر نويد په احتجاج کوونکو يو، يو زر روپۍ وېشلې وې.

په ټولنيزو رسنیو د مېجر جنرال د پېسو د لفافو وېشلو ويډيو خبره شوې او په دغسې کولو سختې نيوکې شوې وې. د فېض اباد دهرنا د پوځ د مينځګړيتوب وروستو ختمه کړی شوې وه.

پرون د پنجاب صوبې په نارووال سيمه کې د کورنیو چارو وزير احسن اقبال باندې د يوې دستورې وروستو يو تن ډزې کړي چې په نتيجه کې يې هغه ژوبل شوی او تراوسه پورې په روغتون کې د درملنې لاندې دی.

ځايي رسنېو د چارواکو لخوا وايي چې په احسن اقبال بريد کوونکی د تحريک لبېک پلوی دی. پوليسو ډزې کوونکی تن نيولی دی.

راپورونه وايي احسن اقبال د لاهور په سروسز روغتون کې دی او د روغتون چارواکو ويلي روغتيايي حالت يې ښه دی.

نوازشریف د عدالت نه بهر د هغه پرضد روانو قضيو په اړوند هم خبرې کړي چې که د هغه پرضد کوم کره ثبوت وی تراوسه به وړاندې کړی شوی وی، هغه ويلي انتخابات به ځنډېدو ته نه پرېږدي بايد په خپل وخت ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: