شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / نوازشریف:په راتلونکو ټولټاکنو یې مقابله د خلایي مخلوق سره ده

نوازشریف:په راتلونکو ټولټاکنو یې مقابله د خلایي مخلوق سره ده

دپاکستان پخواني وزیراعظم ښاغلي نوازشریف ویلي چې په دغه هیواد کې یوازې یو تن په عدلیه، مقننه اؤ انتظامیه قبضه کړې ده اؤ لکه د مغل بادشاه خپل امرونه چلوي.

دپاکستان استخباراتي شبکو ته په اشارې کولو سره هغه ویلي په راتلونکو ټولټاکنو یې د ګوند مقابله د پیپلز پارټۍ یا تحریک انصاف سره نه بلکې د خلایي مخلوق سره یې ده خو اولس دده تر شا ولاړ دی اؤ دخلایي مخلوق زور اوس مات شوی دی.

پخوانی وزیراعظم ښاغلی نوازشریف تیر کال دسترې محکمې په امر دخپلو پنګو دنه ښودلو په یوه دوسیه کې د واک څخه غورځول شوی اؤ د ټول عمر دپاره نااهله ګرځول شوی ؤ.

په نوازشریف دا مهال دپاکستان بیلابیلو محکمو کې په ناجائزه ډول د پیسو ګټلو یو شمیر مقدمې روانې دي اؤ نوازشریف دریځ لري چې هغه هیڅ غبن نه دی کړی خو جمهوریت دښمنه قوتونه د اولسواکۍ دمخې نیولو په غرض نه غواړي هغه یا ګوند یې بیا د ټولټاکنو دلارې اقتدار ترلاسه کړي.

دنوازشریف اشاره د پاکستان هغه پیاوړي پوځ ته ده چې په اکتوبر ۱۹۹۹ کې یې هم دهغه دحکومت تخته نسکوره کړې وه.

د زیارت په ورځ داحتساب یوې محکمې ته له وړاندې کیدو وروسته خبریالانو ته ښاغلي شریف ویلي خلایي مخلوق هڅه کوي په راتلونکو ټولټاکنو کې هم دخپلې خوښې پارلیمان جوړ کړي خو دا د مغلو شاهي دور نه دی چې هر څه به یو تن لاس کې نیولي وي.

دپاکستان په پارلیمان کې د دوهم ستر سیاسي ګوند پیپلز پارټۍ مشر اؤ دهیواد پخواني صدر اصف علي زرداري اوړمه ورځ په نوازشریف تورونه لګوي وؤ چې تل یې دسیاستدانانو سره جفا کړې اؤ پوځ یې خوشحاله کړی خو نوازشریف د زرداري ددغو څرګندؤنو په جواب کې ویلي وؤ چې اصف زرداري پخپله پوځ سره د لارې جوړؤلو په غرض دغسې تورونه لګوي.

په پاکستان کې چې سږکال ټولټاکنې کیدونکې دي ددغه هیواد د زیاترو سیاسي ګوندونو مشران په یو بل تورونه لګوي چې د پوځ دپاره استعمالیږي خو پوځ دریځ لري چې د سیاست سره هیڅ کار نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: