پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / پاکستان / نواز شريف منلې ده چې د ممبۍ په حملو کې د پاکستان لاس وو.

نواز شريف منلې ده چې د ممبۍ په حملو کې د پاکستان لاس وو.

د مسلم ليګ (ن) رهبر او د پاکستان پخواني وزيراعظم ويلي چې د ممبۍ حملو په اړه پر خپله پخوانۍ خبره ولاړ دی او ریښتيا ویلو ته به دوام ورکوي.

نوازشريف د شنبې پر ورځ ډان ورځپاڼې ته په ځانګړې مرکه کې ويلي ول چې، ”ولې د ممبۍ حملو په اړه مقدمه د پنډۍ ترهګرۍ ضد عدالت کې سرته نه ده رسېدلې؟ په پاکستان کې وسله والې ډلې اوس هم فعالې دي چې ورته غير رياستي عناصر هم ويل کېږي نو ایا موږ هغوی ته اجازه ورکړو چې تر پوله هغې غاړې ته واوړي او په ممبۍ کې ۱۵۰ کسان و وژني.

د نوموړي دا بيان د هند ورځپاڼو په پراخه کچه خپور کړ او و یې ويل، نواز شريف منلې ده چې د ممبۍ په حملو کې د پاکستان لاس وو.

له دې وروسته په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو او ځينو کارپوهانو او رسنيو پر نوازشريف سخت انتقاد وکړ او پر هغه یې د غدار تور ولګاوه.

خو نوازشريف د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د احتساب عدالت مخې ته خبريالانو ته وويل چې اوس هم پر خپله خبره ولاړ دی.

نواز شريف منلې ده چې د ممبۍ په حملو کې د پاکستان لاس وو.

نوموړي وويل چې په ډان اخبار کې يې خو څه غلطه خبر نه ده کړې او ریښتيا ويل به جاري ساتي.

نواز شريف زياته کړه چې تر دې وړاندي د داخله چارو پخواني وزير رحمان ملک، د ای ايس ای پخوانيو مشرانو لېفټينېنټ جنرل اسد دراني او لېفټينېنټ جنرل شجاع پاشا هم ورته خبرې کړې وې.

نوازشريف جنرال مشرف ته په اشاره وويل، ايا د ايين ماتول محب الوطني ده؟ ايا هغه څوک وطنپال دي چې ججان يې ګوښه کړل؟ ايا هغه څوک محب وطن دی چې پر ۱۲ مې يې په کراچۍ ښار کې ويني توی کړې؟

پخواني وزيراعظم هوډ وښود چې هر څه پېښېږي خو په راتلونکې کې به هم ریښتيا خبرې کوي.

د نوموړي له دې بيانه وروسته په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو، ځينو کارپوهانو او ميډيا پر نوازشريف تنقيد پیل کړ او پر هغه يې د غدارۍ تور لګاوه.

ان د دې موضوع د بحث کولو لپاره د پوځ په سپارښتنه د ملي امنيت کمېټې غونډه رابلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نوازشريف له عدليې او پوځ سره تعلقات خراب دي او ګوند يې له يو ډول بحران سره مخامخ دی.

“د پاکستان ملي امنيت کميټه دې د ممبۍ حملې په اړه ګمراه کوونکې څرګندونې بحث کړي”

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد ډاکټر اعجاز خټک د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل، د نواز شريف مخالفين هڅه کوي چې په هېواد کې د هند ضد نفرت څخه په ګټه پورته کولو سره د نواز شريف تازه څرګندونې د هغه پرضد وکاروي.

هغه زياته کړه دا به وخت ثابتوي چې د مخالفينو دغه اقدام به خلک ځان ته متوجه کړي او که څنګه؟

نوموړي وويل، کېدای شي شي چې خلک د نوازشريف خبره مني او که هغه د مخالفينو او که يې د نوازشريف خبره و منله نو ښايي ورسره جمهوريت پیاوړی شي او که يې د مخالفينو خبره و منله نو ښايي جمهوريت کمزروۍ شي.

ځينې سياستوالان اوکارپوهان پر نوازشريف نيوکه کوي چې د ممبۍ حملو په اړه د هغه څرګندونې به د پاکستان دريځ ته زيان ورسوي.

خو د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی لېفټينېنټ جنرال طلعت مسعود بيا له دې سره اتفاق نه کوي او وايي، بايد د هغه بريد په اړه ټول حقايق په ډاګه کړل شي چې دا رنګه د هند او پاکستان د تعلقاتو په ښه کېدو کې مرسته وشي.

”زه فکر نه کوم چې دا به د پاکستان دريځ ته زيان ورسوي. البته نواز شريف دې ته يو سياسي رنګ ورکړی دی. خو ریښتيا خبره دا ده چې د ممبۍ د حملې قضيه د پاکستان او هند د تعلقاتو لپاره يو چېلنج ده. دا قضيه له ۲۰۰۸ م کاله را روانه ده او تر څو حل نه شي د دواړو هېوادونو ترمنځ به تاوتريخوالی دوام ولري. نواز شريف دا وخت له سياسي او نفسياتي پلوه تر فشار لاندې دی نو زما په فکر هغه ځکه ددې مسيلې د راپورته کولو کوشش کړی دی.”

د ممبۍ بريد په ۲۰۰۸ م کال کې شوی وو چې هند يې تور پر ناقانونه ګرځول شوي سازمان لشکر جنګوي پورې کړی وو.

پاکستان په بريد کې لاس لرل رد کړي خو د هند د تورونو پر اساس يې د لشکر جنګوي د ځينو مشرانو پرضد د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه داير کړه چې لا هم دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *