دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / پاکستان / نواز شریف: پاکستان د خپل بهرني سیاست له امله منزوي شوی دی

نواز شریف: پاکستان د خپل بهرني سیاست له امله منزوي شوی دی

پاکستان د خپل بهرني سیاست یا تګلارې له امله منزوي شوی دی. یادې څرګندونې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف له ډان نیوز سره د مرکې پر مهال کړې دي. نوموړي زیاته کړي چې پاکستان د خپلې بهرنۍ تګلارې له امله له نړیوالې انزوا سره لاس او ګریوان دی. هغه زیاته کړې، د پاکستان له قربانیو سره سره د یاد هېواد فلسفې د نړۍ لپاره د منلو وړ نه دي، خو د افغانستان فلسفې او خبرې بیا منل کېږي، او دغه موضوع جدي بیا کتنې ته اړتیا لري. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې افغان چارواکي تل ادعا کوي، چې پاکستان له طالبانو او هغو ډلو نه ملاتړ کوي چې په افغانستان کې جنګېږي، خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي، چې دوی پخپله د ترهګرۍ قربانیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: