د ارګ له لوري د بلخ ولايت له مقامه د عطا محمد نور له ګوښه کولو او نوي والي انجنير داود له ټاکلو وروسته پخواني والي دا پرېکړه ونه منله او ګواښ يې وکړ چې هيڅوک يې له دندې نه شي ګوښه کولی.
ښاغلی نور چې اوس هم د والي په توګه دنده ترسره کوي وايي، چې هغه مهال به دنده خوشې کړي، چې د جمعيت ټولې غوښتنې د ارګ له لوري ومنل شي.
سلام وطندار د يوې باوري سرچينې له خولې خبر ورکړی دی، چې جمعيت اسلامي درې کسان ارګ ته ور پېژندلي، څو يو د بلخ د والي په توګه وټاکي. هغه درې کسان د استازو مجلس کې د بلخ د خلکو استازي فرهاد عظيمي او اسحاق رهګذر او پخوانی جهادي مشر علم خان ازادي دي.
د سرچينې په وينا د دواړو لوريو تر منځ هيڅ جوړ جاړی نه دی رامنځته شوی او د صلاح الدين رباني له راستنېدو سره به دا شخړه له سره پيل شي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ د دې وړانديز په اړه بې خبري ښودلې ده. د ارګ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي رسنيو ته ويلي، چې دا ډول وړانديزونه لومړی د سيمهييزو ارګانونو ادارې ته استول کېږي.