دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / نور:که غوښتنې مو ونه منل شي مدني حرکتونه به دوام لري

نور:که غوښتنې مو ونه منل شي مدني حرکتونه به دوام لري

د افغانستان لوی ملي اتلاف وايي سر له پرون یې په ګڼو ولایتونو کې مدني حرکتونه پيل کړي دي. ددغه ایتلاف غړي عطا محمد نور ویلي، دوی حکومت ته دوې اونۍ وخت ورکړی و، چې په ټاکنیز سیستم او ټاکنو کې ددغه ایتلاف غوښتنو ته پام وکړي، خو د ټاکنو کمیسیون او حکومت یې خبرو ته توجه نه ده کړې. نوموړی وایي په دې توګه ایتلاف پرېکړه کړې چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه مدني حرکتونه پيل کړي او تر هغه به دوام لري، چې حکومت ددوی غوښتنې نه وي منلې. یاد ایتلاف اوسنۍ ټاکنیز بهیر له درغلیو ډک بولي او وایي، د شفافو ټاکنو لپاره باید سیستم بدل شي او د رایو ورکوونکو د بایومتریک بهیر پیل شي. دوی ویلي که حکومت یې د مدني حرکتونو پر مټ غوښتنې و نه مني نو پر نورو لارو چارو به هم غور وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *