یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / نور وایي د ۱۰زره پلویانو موټرې به یی ډېر ژر کابل ته ورسېږي

نور وایي د ۱۰زره پلویانو موټرې به یی ډېر ژر کابل ته ورسېږي

د بلخ جنجالي والي عطاء محمد نور ګواښ کړی، چې له شماله به د ۱۰ زره پاڅون کوونکو موټرې ډېر ژر کابل ته ورسېږي او د اوسني حکومت پر ضد به د پنځلسو ولایتونو خلک راټول کړي. نور د خپلو پلویانو غونډې ته ویلي، چې د اوسني حکومت بې کفایتي ورته نوره د منلو وړ نه ده او د «واک وږیو او د انحصار کوونکو» پر ضد به ډېر ژر اقدام وکړي. نوموړي ویلي، د کابل په ګډون د پنځلسو ولایتونو خلک به د اوسني حکومت پر ضد سوله ییز لاریون وکړي او له خپلو ټولو وسایلو سره کابل ته ځي. د ارګ او بلخ ترمنځ د دوه میاشتني کړکېچ په اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، چې نور به پر خپل ځای پاتې شي او که د بلخ لپاره نوی والي به کار پیل کړي. نور روانه اوونۍ د اوسني حکومت مشران له اسلامه لرې بللي وو او تېره ورځ یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته پېغور ورکړ، چې د زرګونه کفري عسکرو په موجودیت کې تسلیم شو او هغه خبرې یې له یاده وویستې، چې د یوه بهرني عسکر په موجودیت کې به هم کابل ته رانه شي. عطاء محمد نور نږدې هره ورځ د اوسني حکومت پر ضد څرګندونې کوي؛ خو ارګ او سپیدار ماڼۍ یې پر وړاندې غبرګون نه ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: