چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / نړۍ به په څو کلونو کې له ۳ زره زیاتې جنګي الوتکې تولید کړي!

نړۍ به په څو کلونو کې له ۳ زره زیاتې جنګي الوتکې تولید کړي!

د (FORECAST INTERNATIONAL) نړیوال هوایي شرکت وړاندوینه کړې چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې ۳۲۴۳ جنګي الوتکې تولید شي.
د العربي د راپور له مخې شنونکي اټکل کوي چې نړۍ کې به د جنګي الوتکو بازار تر ۲۰۲۷ کال پورې پراخ او ۲۴۹.۵ میلیاده ډالرو ته به ورسیږي، چې په لسو کلونو کې به ۱۳.۱ سلنه ډیروالی ومومي او د دې ډیره برخه الوتکې به امریکا تولیدوي.
د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې به د جنګي الوتکو تولید لوړ او شمیر به یې ۳۸۰ وي چې د ۲۰۲۷ کال پورې به نورې ۲۶۹ تولید کړل شي.
امریکا د LOCKHEED لوکهیډ شرکت به په تولید کې ډیره پراختیا راولي، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به ۱۴۶۶ عدده F-35 ډوله الوتکې تولید کړي، چې د نړۍ د بازار ۴۵ سلنه جوړوي.
شنونکي زیاتوي، اروپا نړیوال جنګي بازار به هم ۱۱.۶ سلنه ملکیت ولري، چې EUROFIGHTER TYPHOON ایروفایټر ټایفون جنګي الوتکو شمیر به ۹۵ وي، د DASSAULT RAFALE ډيسولټ ریفل الوتکو شمیر ۱۵۸ او SAAB GRIPEN ساب ګریپین الوتکو شمیر به یې ۱۲۵ ته ورسیږي.
روسیې د جنګي الوتکو تولید به هم ډير پراخ وي، هغو هېوادونو ته به یې هم تولیدوي کوم چې د امریکا او اروپا له خوا یې د سقوط ویره وي، شنونکي باور لري چې چین به په نړیوالو بازارونو کې د دغو هېوادونو سره د الوتکو په تولید کې جدي سیالي ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: