دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / نیمروز ولایت کې د سرحدي ځواکونو عسکر وژل شوي دي

نیمروز ولایت کې د سرحدي ځواکونو عسکر وژل شوي دي

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو برید کې لږ تر لږه ۵ سرحدي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی. د کنګ ولسوال محمد جمعه علمي وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو له ایران سره په ګډه پوله د کرکي په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوسته برید کړی دی. نوموړي زیاته کړه، په دې جګړه کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ پنځه پولیس وژل شوي او یو ټپي دی. د ده په خبره، په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته، خو یو سراچه موټر او څو د راکټ مرمۍ د پولیسو لاسته ورغلي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *