یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / نیکولسن:داعش ډله په افغانستان کې د ودې په حال کې نه ده

نیکولسن:داعش ډله په افغانستان کې د ودې په حال کې نه ده

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن وایي، داعش ډله په افغانستان کې د ودې په حال کې نه ده او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم دي. د نیکولسن په وینا، د ځينو هېوادونو هغه ادعا ناسمه ده، چې وايي داعش ډله د ودې په حال کې ده او هڅه کوي لا ډېرې سیمې ونیسي. نیکولسن زیاته کړې، چې دغه ډله دمګړی د افغان او امریکايي ځواکونو تر سخت فشار لاندې ده او ورځ په ورځ کمزورې کېږي. دده په خبره سره له دې چې داعش په افغانستان کې نوي کسان جذبوي، خو د هغه تر څنګ هم دوی تر فشار لاندې دي او تلفات یې ډېر دي. نیکولسن ډاډ ورکړی، چې ددغه ډلې جنګیالي به له نورو فشارونو سره هم مخ شي او په افغانستان کې به د پښې ځای پيدا نه شي کړی. په دې وروستیو کې ځينې ګاونډیو هېوادونو پر امریکا تور پورې کړی، چې ددوی په موجودیت کې داعش ډله په افغانستان کې وده کوي او ناپېژانده الوتکې ورسره مرستې کوي. خو امریکا دغه راپورونه رد کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *